ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې یوې ځوانې ښځې ځان‌وژنه کړې

سرپل کې یوې ځوانې ښځې ځان‌وژنه کړې

author avatar
30 Sep 2023 - 14:49
سرپل کې یوې ځوانې ښځې ځان‌وژنه کړې
author avatar
30 Sep 2023 - 14:49

سرپل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): سرپل کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې یوې ځوانې ښځې ځان‌وژنه کړې ده.

د سرپل د پولیسو ویاند دین‌محمد نظري وايي چې تېره شپه د هنګامې په نوم یوې ځوانې نجلۍ د کوهستانات ولسوالۍ په خمدان کلي کې په خپل کور کې ځان زندی کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

هغه زیاته کړه تراوسه د دې ځان‌وژنې لامل نه دی روښانه او مړی د عدلي طب له څیړنې وروسته خاورو ته سپارل شوی دی.

د نوموړي په خبره، د یادې ځوانې ښځې د ځان‌وژنې قضیې روښانولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دیني عالمان وایي، ځان‌وژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او هیڅوک باید د ژوند د هغو ستونزو لپاره چې د حل وړ وي، داسې کبیره ګناه ونه کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.