Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل-جلال‌اباد پر لویه لار څلور کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

مهترلام (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مربو‌‌طاتو کې د کابل-جلال‌اباد پر لویه لار څلور کسان د ۴۰ کیلوګرامه شیشې د قاچاق په تړاو نیول شوي.

د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي نن (د تلې ۸ مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د کابل ـ جلال‌اباد پر لویه لار د ۷ نمبر شهرا پولیسو تېره شپه څلور د نشه‌یي توکو قاچاق‌کوونکي نیولي دي.

د یوسفزي په خبره، له یاد قاچاق‌کوونکو سره ۴۰ کیلو ګرامه شيشه، ۶۲ زره او ۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې او یو عراده فیلډر موټر ترلاسه شوي دي.

هغه وايي، دغه نشه‌يي توکي له هلمند ولایته راوړل شوي وو او دوی غوښتل ننګرهار ته يې انتقال کړي چې ونیول شول.

نوموړي وویل، نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.