Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کډوالو وزارت: له داخلي بېځایه شوو سره خپلو اصلي سیمو ته په بېرته ستنېدو کې مرسته کوو

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، داخلي بېځایه شوي دې د شرایطو په ښه کېدو سره بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شي او دوی په دې برخه کې له هغوی سره همکاري کوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه وزارت د داخلي بی‌ځایه شوو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردارمحمد شېرزاد په کابل کې د بې‌ځایه شوو کمپونو له استازو سره ولیدل.

سرچينې لیکلي، په دې ناسته کې د هغو کمپونو خالي کولو په اړه هم خبرې وشوې چې په دولتي ځمکو کې جوړ شوي او د يادو کمپونو استازو د بېکارۍ او خپلې اقتصادي ستونزې د کډوالو چارو له وزارت سره شريکې کړې او په دې برخه کې يې د همکاريو غوښتنه وکړه.

شېرزاد هغوی ته ډاډ ورکړی چې د کډوالو وزارت به له هر مستحق کس او هرې کورنۍ سره چې غواړي خپلو اصلي سيمو ته ستانه شي، د مرستې ترڅنګ ورسره د کاري زمینې برابرولو کې هم همکاري وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.