Language

د نفتي توکو بیې نږدې اته سلنه لوړې شوې

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): نن کابل ښار کې د ۷ ورځو په نسبت د هندې بورې، قزاقي اوړو، پاکستانۍ وریجو او سروزرو بیې ټیټې خو د نفتې توکو بیې لوړې شوې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژاس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت د یوه لېتر پټرولو بیه له ۷۷ څخه ۸۲ او د یوه لېتر ډیزلو بیه له ۶۸ څخه ۷۶ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دغه راز د کابل ښار د کلوله پشته سیمې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي چې نن یو کیلوګرام ګاز په ۶۱ افغاني پلوري.

هغه زیاته کړه چې ۷ ورځې مخکې د یوه کیلو ګاز بیه ۵۷ افغانۍ وه.

login or register a new account.

Related Topics