ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رینا امیري: له افغان نجونو او ښځو به مو د افغانستان دننه او بهر ملاتړ دوام ولري

رینا امیري: له افغان نجونو او ښځو به مو د افغانستان دننه او بهر ملاتړ دوام ولري

author avatar
1 Oct 2023 - 05:47
رینا امیري: له افغان نجونو او ښځو به مو د افغانستان دننه او بهر ملاتړ دوام ولري
author avatar
1 Oct 2023 - 05:47

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډه کې د افغان مېرمنو وضعیت ته پاملرنه شوې ده.

هغې پر اېکس لیکلي، د ملګرو ملتونو ۷۸یمې عمومي غونډې په څنډو کې د مختلفو هېوادونو له استازو سره له کتنو وروسته باوري شوې چې د افغانستان، په ځانګړي ډول د افغان مېرمنو او نجونو وضعیت ته پاملرنه په نړۍواله اجنډا کې په لوړه کچه ځای لري.

امیري زیاته کړې، د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډو کې د وزیرانو او په لوړه کچه غونډو کې د افغان مېرمنو وضعیت ته پاملرنه موجوده وه.

هغې لیکلي: «پیغام ډېر څرګند دی؛ طالبان دې دا تمه نه کوي چې د افغانانو حقونو ته له درناوي پرته او د نیمايي نفوس په ل پامه غورځولو سره به د نړۍوالې ټولنې برخه شي.»

https://x.com/SE_AfghanWGH/status/1707854911138840925?s=20

د امریکا ځانګړې استازې وایي، د ملګرو ملتونو غونډې په څنډو کې د یو شمېر هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره د کتنو ترڅنګ یې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له مېرمنې، د نړۍوالې پوهنې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي او د بریتانیا له پخواني لومړي وزیر ګوردن براون او د نړۍ له ځینو نورو مشرانو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې، د نړۍ یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره په کتنو کې دا موافقه موجوده وه چې په نړۍواله کچه لخ افغانستان سره پیوستون وساتل شي او له افغان مېرمنو او نجونو باید د دغه هېواد په دننه او بهر کې د ډیپلوماتیکو او کلکو هڅو په ترڅ کې ملاتړ دوام ومومي.

مېرمن امیري ویلي: «موږ باید طالبانو ته په ګډه دا واضح کړو چې سره له دې چې موږ د ناسم وضعیت ښه کولو پر هڅو بوخت یو، تر هغه چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ونه شي «له طالبانو سره» عادي کېدو په برخه کې به هیڅ پرمختګ رامنځته نه شي.»

[/restrict]

Views: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.