ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د شاوخوا شل ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې ۳۶ پروژې بشپړې شوې

ننګرهار کې د شاوخوا شل ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې ۳۶ پروژې بشپړې شوې

author avatar
1 Oct 2023 - 17:05
ننګرهار کې د شاوخوا شل ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې ۳۶ پروژې بشپړې شوې
author avatar
1 Oct 2023 - 17:05

جلال‌اباد (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۲): ننګرهار کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې شپږ میاشتې مخکې د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۶ پروژو چارې پيل شوې وې چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي قسمت‌الله مبارز وايي، دغه پروژې د شپږو میاشتو په اوږدو کې بشپړې شوې چې د سړکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول، بيارغونه او پاکاري په کې شامل دي.

هغه نن «د تلې ۹مه» د دغو پروژو پرانیستلو پرمهال وويل، د پروژې خدمتونو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر يا UNOPSپه شل ميليونه ۸۶ زره افغانيو مالي لګښت او د ډاکار موسسې په تخنيکي همکارۍ د پچيراګام ولسوالۍ په ۱۹ شوراګانو کې ۳۶ پروژې بشپړې شوې.

هغه زياته کړه، په یادو پروژو کې د ۱۳.۵ کيلومتره په اوږدوالي د ۱۹ کليوالي لارو او ۹۵۰ متره استنادي دېوالونو جوړول او د ۱۴ کيلومترو په اوږدوالي د ۱۸ کانالونو پاکول شامل دي.

نوموړی زياتوي، له دې پروژو ۱۸۰۰ کورنۍ په مستقيم او ۱۲ زره په غيرمستقيم ډول ګټه اخلي.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري – چې د دغو پروژو پرانیستې ته ورغلی و – په دغه ولایت کې پر روانو رغنیزو چارو خوښي وښوده.

نوموړي وويل، شاوخوا نيمه پېړۍ په هېواد کې جګړې او ناامنۍ تېرې شوې او ډاډ يې څرګند کړی چې اسلامي امارت به له رامنځته شوي امن او ثبات څخه په ګټې اخیستو دهېواد د ابادۍ لپاره ګامونه پورته کړي.

د پچيراګام ولسوال مولوي عزيزالله مصطفی وويل، دا يو غرنۍ ولسوالي ده، کمې ځمکې لري او خلک يې یوازې له کرنې او مالدارۍ عايد لري چې ډېر بې‌وزله دي.

نوموړي له مسوولينو وغوښتل چې دې ولسوالۍ ته په ټولو برخو کې لازمه پاملرنه وکړي.

د پچيراګام ولسوالۍ یوه قومي مشر رياض‌الله د یادو پروژو پر بشپړېدو خوښي وښوده او دغه راز غوښتنه يې وکړه چې د پاکو اوبو شبکې، ښوونځيو ته ودانۍ، او د برېښنا بند دې ورته جوړ شي او ځوانانو ته دې د کار زمينه برابره شي.

پچیراګام د ننګرهار یوه له هغو ولسواليو ده چې څو کاله مخکې د تېر نظام او داعش وسله‌والو د جګړو له امله په کې د خلکو د کورونو په ګډون ډېر عامه ځايونه ويجاړ شوي دي.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.