کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د کورش ملي لوبغاړي سلطان حسین بایقرا د چین په اسیایي لوبو کې خپلو هندي او کویټي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د برنزو مډال یقیني کړ.
د المپیک ملي کمېټې نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، سلطان حسین بایقرا هندي او کویټي سیال ته په ماتې ورکولو سره د چین په اسیایي لوبو کې د برنزو مډال یقیني شو.
دې کمېټې ویلي، بایقرا به خپله دریېمه لوبه له ازبکستاني سیال سره د نقرې په مډال ترسره کړي.
د اسیا المپیکي سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې له ۲۳مې نېټې په چین کې روانې دي او په دغو سیالیو کې له افغانستانه په ۱۵ رشتو کې له ۸۰ څخه ډېر لوبغاړي ګډون لري.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې له دې مخکې محمدخالد هوتک، نصرتالله حبیبي د ووشو او محسن رضایي بیا د تکواندو برخو کې د برنزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
Views: 78
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن