Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د رزمي ورزشونو د ملي لوبډلو د غوراوي سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۲): کابل کې د ۲۱ ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ پای ته ورسېدې چې په پایله کې یې ۲۴۱ لوبغاړي په بېلابېلو برخو کې ملي لوبدلو لپاره غوره شوي دي.

د المپیک ملي کمېټې نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون د ملي لوبډلو د غوراوي سیالۍ چې یوه اونۍ مخکې پیل شوې وې نن پای ته ورسېدې.

سرچینې زیاته کړې، دغه سیالۍ په اوو بېلابېلو برخو کې ترسره شوې چې د هر سبک لپاره ۳۳ ورزشکارن غوره شوي دي.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې چې په دغو سیالیو کې په ټوله کې ۲۴۱ ورزشکاران د هېواد په کچه ملي لوبډلو لپاره غوره شول.

دغه راز په یادو سیالیو کې د کابل په ګډون د هېواد له ۲۱ ولایتونو څه باندې ۷۰۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

همدارنګه دغه سیالۍ د هایپ کید، کی ون کیک، بکسنګ، سلف ډیفنس، فول کانتکت او کیک بکسنګ سبکونو کې ترسره شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.