Language

مکزیک کې د یوې کلیسا چت لوېدو او اسپانیا کې د اورلګېدنې له امله ۲۲ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د مکزیک په شمال کې د دعا د مراسمو په جریان کې د یوې کلیسا چت لوېدو له امله ۴۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او اسپانیا کې په یوه نایټ کلپ کې اورلګېدنې له امله ۱۳ کسان مړه شوي دي.

رویترز راپور ورکړی چې پرون ناوخته د مکزیک په یوه شمالي ښار، سیوداد مادرو کې د «سانتا کروز» کلیسا چت ونړېد.

د راپور له مخې، په دې پېښه کې ۹ کسان مړه، ۴۰ ټپیان او ۳۰ ورک دي چې مرستندوی بنسټونه د ورک شوو کسانو په لټه کې دي.

د مکزیک پولیس چارواکو ویلي، د پېښې پر مهال کلیسا کې شاوخوا ۱۰۰ کسانو وو.

login or register a new account.