ګردېز (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): پکتیا کې د چیني سوداګرو درې کسیزې ډلې له افغان سوداګرو سره د جلغوزیو پر صادراتو خبرې کړې دي.
دغه درې چیني سوداګر نن د یو شمېر افغان سوداګرو په ملتیا پکتیا ته د جلغوزیو ځنګلونو او پروسس له بهیره د لیدنې په موخه راغلي دي.
د جون وانګ په نوم یوه چیني سوداګر پژواک خبري اژانس ته وویل: «دلته زموږ د سفر موخه دا ده چې د جلغوزیو حاصلات او کاروبار له نږدې وګورو او په دغه ولايت کې له سوداګرو او خلکو سره د جلغوزیو د حاصلاتو په اړه له نږدې خبرې وکړو.»
نوموړي وويل، دوی د جلغوزیو حاصلات او نمونې له نږدې وليدل او ویې ویل چې ښه کیفیت لري.
د وانګ په خبره، چين ته له افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو جلغوزي ورځي، خو ځيني هېوادونه د نورو هېوادونو حاصلات په خپل نوم صادروي.
دی وايي، اوس چيني سوداګرو ته دا زمينه برابره شوې چې لومړی لاس جلغوزي وپېري او چين ته يې يوسې.
هغه وويل، په نږدې راتلونکي کې د افغانستان جلغوزي چین ته صادر کړي.
پکتیا کې د جلغوزیو د پروسس یوې فابریکې رییس انجنیر محبوبالله محمدي پژواک ته وویل: «پخوا به د دغه ولايت جلغوزیو صادراتو کې ډېرې ستونزې وې، يوه اندازه به قاچاق کېدل او ځيني به په ډېره کمه بيه له خلکو اخيستل کېدل او د نورو هېوادونو په نوم به چين ته صادرېدل.»
نوموړی وايي، اوس خلک کولای شي خپل حاصلات په پکتيا کې بهرنیو سوداګرو ته وسپاري چې په دغه کار سره له یوې خو ګټه دېرېږي او له بلې خوا د افغانستان د جلغوزیو نوم او ارزښت ورسره لوړېږي.
د پکتيا چارواکي او سوداګر هم خوښي ښيي چې چيني سوداګر د جلغوزیو پېرلو لپاره ورغلي او وايي چې دغه کار د جلغوزیو پر کاروبار مثبت اغېز کوي.
د پکتیا د سوداګرۍ خونې ریيس حسيب ګردېزي پژواک ته وويل: «که څه هم سږ کال د جلغوزیو حاصلاتو احصايه نه ده شوې، خو تېر کال له پکتيا د پنځه میلیون ۲۵۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت جلغوزي بهر صادر شوي چې ټول ۵۲۵۰ ټنه کېدل.»
نوموړي وويل چې له افغانستانه شاوخوا ۳۰ هېوادونو ته جلغوزي صادريږي چې په دې کې ډېره برخه پاکستان او چين ته دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP