ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«یوه میاشت کې څه باندې دېرش زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده»

«یوه میاشت کې څه باندې دېرش زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده»

author avatar
2 Oct 2023 - 14:28
«یوه میاشت کې څه باندې دېرش زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده»
author avatar
2 Oct 2023 - 14:28

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د افغانستان د عدليې وزارت وايي، یوه میاشت کې یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۳۰ زره او ۳۰۰ جريبه امارتي ځمکه له تثبیت وروسته، استرداد او اړوندو ادارو ته تسلیم کړې ده.

د عدليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاره له غصبه د مخنیوي تخنیکي پلاوو د روان کال د زمري له ۲۷مې د وږي تر ۲۴مې ترسره کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوو په یاده موده کې ۱۹۵ زره او ۵۵۱ جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې تثبیت کړې او ۲۲۵ زره او ۱۷۳ جریبه نوره ځمکه یې هم تر څېړنې لاندې ده.

 سرچینې د یادو ټولو ولایتونو نومونه نه دي یاد کړي خو وایي چې په یاده موده کې تر ټولو زیاتې راګرځول شوې ځمکې په کندهار، کاپیسا، فراه او کندوز ولایتونو کې دي.

د عدليې وزارت ليکي، د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او بېرته راګرځولو بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د زرګونه جریبه غصب شوو امارتي ځمکو دوسیې، د ولایتونو د ځمکو د غصب مخنیوي د تخنیکي پلاوو  تر څېړنو لاندې دي.

Views: 108

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.