Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

موټرچلوونکي: د کندهار – سپین‌بولدک سړک پاتې کارونه دې بشپړ شي

موټرچلوونکي: د کندهار – سپین‌بولدک سړک پاتې کارونه دې بشپړ شي

author avatar
2 Oct 2023 - 14:38
موټرچلوونکي: د کندهار – سپین‌بولدک سړک پاتې کارونه دې بشپړ شي
author avatar
2 Oct 2023 - 14:38

کندهار (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲) د کندهار ښار – سپین‌بولدک لارې مسافر او موټرچلوونکي وايي، د دې لارې جوړولو پاتې چارې – چې له تېرو شاوخوا دوه‌نیمو کلونو راهیسې ولاړې دي – باید بېرته پیل شي.

د هغوی په خبره، د دغه سړک په اوږدو کې ځيني لوی پلونه هم نیمه رغول شوي او دغه راز د سړک ځينې برخې ویجاړې پاتې دي چې کله ناکله یې له امله ترافيکي پېښې هم کېږي.

د دې لارې یوه موټرچلوونکي محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وویل: «د بولدک سړک یوه برخه چې بولدک ولسوالۍ ته نږدې پرته ده، تر اوسه خرابه ده، نو زموږ غوښتنه دا ده چې کار یې پیل شي؛ ځکه اکثره وخت موټران چپه کېږي او ټکرونه کېږي.»

د سیدولي په نوم یوه بل موټرچلوونکي هم وویل، د سړک ځینې برخې خرابې دي چې له امله يې له یوې خوا ترافيکي پېښې کېږي او له بلې خوا لاره اوږدېږي.

دی وايي: «دغه سړک چې پاته دی، ډېر لږ دی، خو موږ ته یې ډېر مشکلات جوړ کړي، دغه لږ خراب سړک زموږ بسته یو ساعت وخت راضایع کوي، موټر خرابېږي، ټکرونه کېږي نو باید دغه لار جوړه شي.»

د موټرچلوونکو ترڅنګ مسافرین هم وایي چې د سپين‌بولدک – کندهار ښار سړک که څه هم په اساسي ډول رغول شوی خو نیمګړې برخې یې باید ورغول شي.

د دې لارې یو مسافر ګل‌احمد وایي، د دې لارې تر ټولو خراب ځای یو مانده دی چې ډېری وخت د ډېرو لږو اوبو له راتلو وروسته موټر نه شي تېرېدلای.

هغه زیاته کړه: «دغه سړک د میل په سیمه کې ډېر خراب دی؛ کله چې اوبه راشي، د میل تر مانده موټران نه شي تېرېدلای، اوس ژمی راروان دی نو دغه لار به بیا هر وخت بنده وي، زموږ غوښتنه دا ده چې ژر يې کار پيل شي.»

بلخوا په سوېل کې د ټولګټو وزارت د پروژو مسوول انجنیر شېرحسن خوشیوال وایي، پلان شته چې په نږدې راتلونکي کې د دغه سړک د پاتې برخو کارونه پيل شي.

د هغه په وینا، د دغه سړک چارې چې یوازې اووه سلنه پاتې دي، په اړه یې له وزارت سره خبرې شوې او په راتلونکو پلانونو کې شامل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «د دغه سړک کار یوازې ۷ فیصده پاتې دی؛ پر هغه باندې وزارت کې شاوخوا درې میاشتې مخکې د مولوي صاحب ملا برادر او وزیر صاحب ترمنځ خبرې شوې او پلان شته چې کارونه یې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.»

د کندهار ښار او سپين‌بولدک ترمنځ سړک چې ۸۰ کیلومتره دی، د مخکني حکومت په وروستیو کې يې ډېره برخه ورغول شوه خو لږه برخه یې پاتې شوه چې بیا تر اوسه ورباندې کار نه دی پيل شوی.

Views: 131

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.