Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان کرکټ الف لوبډله روانه میاشت کې د عمان له لوبډلې سره لوبې ترسره کوي

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ الف لوبډله په روانه اکتوبر میاشت کې د عمان له ملي لوبډلې سره دوه یو ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کوي.

کرکټ بورډ نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان ابدالیان «الف لوبډله» د روانې اکتوبر میاشتې په نهمه نېټه د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د دوو یو ورځنیو او پنځه شل اوریزو لوبو په موخه د یاد هېواد پلازمېنې مسقط ته سفر کوي.

دغې ادارې ویلي، یادې سیالۍ د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو د مشرتابه د پرېکړې له مخې ترسره کېږي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، د دې لوبو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا، د کرکټ وده او په راتلونکي کې د کرکټ برخه کې لا ډېره ملګرتیا ده چې د عمان په کوربه‌توب به ترسره شي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، دوه یو ورځنۍ لوبې به د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۲مه او ۱۵مه نېټه او دغه راز پنځه شل اوریزې به بیا د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۸مه، ۲۰مه، ۲۱مه او ۲۳مه نېټه ترسره شي.

کرکټ بورډ ویلي، دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو لوبډلو ترمنځ ورته لوبلړۍ ترسره کېږي او په راتلونکي کې هیله ده چې د عمان لوبډله هم د افغانستان په کوربه‌توب سیالۍ او ورته لوبلړۍ کې برخه واخلي.

د یادونې ده، افغان ابدالیان کرکټ لوبډله «الف لوبډله» د تلې په لومړۍ نېټه د چین په کوربه‌توب اسیایي لوبو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللې چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به له سریلانکا سره لوبه ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.