ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې سوداګر د بادامو د پلور بازار له نشتوالي شکایت کوي

دایکنډي کې سوداګر د بادامو د پلور بازار له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
2 Oct 2023 - 17:10
دایکنډي کې سوداګر د بادامو د پلور بازار له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
2 Oct 2023 - 17:10

نیلي (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): دایکنډي کې یو شمېر سوداګر وايي، د دغه ولایت بادام چې د هېواد په کچه تر ټولو مشهور دي، سږ کال یې د پلور بازار د پام وړ پیکه شوی دی.

ځايي مسوولین د بادامو بیې ټیټوالي او د پلور بازار نشتوالي لاملونه د اوبو کمښت، نه پروسس، ناسمه بسته‌بندي او په دې برخه کې د سیمه‌ییزو سوداګرو نه پانګونه بولي.

سوداګر وايي چې د تېر کال همدې موده کې یو من بادام په څه‌باندې ۹۵۰ افغانیو پلورل کېدل خو دا مهال د دایکنډي په بازارونو د یو من بادامو بیه ۶۵۰ افغانۍ ده.

دایکنډي کې د بادامو یوه سوداګر حاجي حبیب پژواک خبري اژانس ته وویل، وچکالیو د دغه ولایت بادامو ته سخت زیان اړولی چې له امله یې بیه هم د پام وړ ټیټه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د اوبو نشتوالي له امله د بادامو نیم مغز پوچ وي، په همدې دلیل یې بیه هم کمېږي، تېر کال اوبه لږ څه ښې وې او د یو من بادامو بیه څه باندې ۹۵۰ افغانۍ وه، سږ کال ۶۵۰ افغانۍ ده.»

حاجي حبیب زیاتوي چې د دغه ولایت د ډېرو اوسېدونکو د عاید سرچینه همدا بادام دي او یو شمېر کروندګر د هغو د پلور له لارې ډېرې پیسې ترلاسه کوي.

دغه ځايي سوداګر وايي چې د دایکنډي د اوسېدونکو ژوند د بادامو له حاصلاتو سره تړلی چې د پلور بازار نشتوالی او د بیو ټیټوالی یې سخت زیانمنوي.

نوموړی په دې برخه کې د حکومت پاملرنه وغوښته.

د بادامو بل سوداګر حاجي خداداد هم وايي چې سږ کال د دایکنډي د بادامو بازار پیکه دی او مناسب بازار نه لري.

هغه د بادامو د پلور بازار او بیې ټیټوالي لاملونه وچکالي، د مواصلاتي لارو خراب‌والی او په دغه ولایت کې د دغه محصول د پلور لپاره د ځانکړي ځای نشتوالی بولي.

هغه زیاته کړه چې سږ کال د اوبو نشتوالي له امله د بادامو نیم مغز پوچ شوی چې په بیه کې یې هم ټیټوالی راغلی دی.‎

نوموړي څرګنده کړه: «اوس مهال ما خپله بادام پروسس کړي او کابل ته یې وړم. سړکونه خراب دي، کابل ته یې د وړلو کرایه زیاته ده او هیڅ بهرنی سوداګر هم نه دی راغلی چې دایکنډي کې بادام واخلي.»

هغه په دایکنډي کې د بادامو د پېر او پلور د ځانګړي ځای رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

نوموړی هم له حکومته غواړي چې د بهرنیو سوداګرو پانګونې او بهر ته د بادامو صادراتو زمینه برابره کړي څو خلک وکولای شي خپل محصولات په ښه بیه وپلوري.

د یادونې ده، دمګړۍ د دایکنډي بادام یوازې په کابل او غزني ولایتونو کې پلورل کېږي.

په همدې حال کې، د دایکنډي د صنعت او سوداګرۍ مسوولین وايي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي څو د سوداګرو ستونزې هوارې او له هېواده بهر د بادامو د صادراتو زمینه برابره کړي.

د دایکنډي د صنعت او سوداګرۍ رییس خان‌علي شهرستاني وايي، د بادامو بیه د بدلون په حال کې ده، خو سږنۍ وچکالۍ د دغه محصول کیفیت ته زیان رسولی دی.

هغه د بادامو نه پروسس، ناسمه بسته‌بندي او د کرنیزو محصولاتو برخه کې د ځايي سوداګرو نه پانګونه نور هغه لاملونه بولي چې په دایکنډي کې د بادامو د پلور بازار پیکه کېدو او د هغه د بیې ټیټېدو لامل شوي دي.

هغه همدا راز وايي چې تازه د ولایت له مقام سره په همغږۍ د وچې مېوې د پېر او پلور لپاره په نیلي ښار کې یو ځانګړی سرای په پام کې نیول شوی څو دې برخه کې د سوداګرو ستونزې هوارې شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.