[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): په داسې حال کې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغان کډوالو نیولو لړۍ پیل کړې او زرګونه افغانان یې نیولي، د دغه هېواد لنډمهالي حکومت ویلي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره یې د سلګونه زره افغان کډوالو د بېرته ستنولو طرحه جوړه کړې ده.
وروسته له هغه چې د پاکستان لنډمهال لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د افغان کډوال د نیولو په اړه څرګندونې وکړې، پاکستاني امنیتي ځواکونو په سیند، بلوچستان، اسلاماباد او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې زرګونه افغانان نیولي دي.
تازه له تېرو دوو ورځو راهیسې پولیسو د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد بېلابېلو سیمو کې عملیات کړي او نږدې زر افغان کډوال یې نیولي دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت سرپرست احمد شکېب د دغه خبر د پخلي ترڅنګ ویلي، په نیول شوو کې ۴۸۵ هغه افغانان هم شامل دي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد یې درلودل خو وروسته بېرته خوشې شول.
هغه زیاته کړې، د پاکستان بهرنیو چارو له وزارت سره یې په دې اړه خبرې کړې او په ډاګه کړې یې ده چې دا ډول نیونې او ځورونې به د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.
د پژواک د پروني خبر له مخې، د اسلاماباد پولیسو ویلي وو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو عملیات کړي او سلګونه کسان یې نیولي دي.
سرچینې زیاته کړې چې یو شمېر کسان یې بېرته خوشي کړي او د ۲۵ کسانو د اسنادو له کتنې وروسته به د هغوی په اړه پرېکړه کېږي.
امنیتي مسوولینو ویلي چې پاتې نور افغانان به پر تورخم افغانستان ته واستول شي.
بلخوا د پاکستان دولتي اژانس (ایپيپي) خبر ورکړی چې د دغه هېواد لنډمهاله حکومت د سلګونه زره افغانانو په ګډون د ۱۱ سوه زره بهرنیانو د ایستلو پرېکړه کړې ده.
https://www.app.com.pk/national/interim-govt-decides-to-evict-11-lacs-foreigners-residing-illegally-in-pakistan/
په راپور کې ادعا شوې چې دغه بهرنیان په ډېرو نا امنیو او ترهګریزو پېښو کې لاس لري.
سرچینې زیاته کړې، د دې طرحې له مخې، لومړی به په پاکستان کې په غیرقانوني توګه مېشت بهرنیان، په دویم اقدام کې به افغان کډوال او په درېیمه مرحله کې به هغه بهرنیان ایستل کېږي چې په پاکستان کې د لنډمهاله اوسېدونې کارتونه لري.
د يادونې چې پاکستان سلګونه زره افغان کډوالو ته هم د لنډمهاله اوسېدنې کارتونه ورکړي دي.
د پاکستان دولتي اژانس د راپور له مخې، لنډمهاله حکومت په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې چې د دوی په وینا، ډېری یې له ترهګرو سره پر مالي مرستو او او قاچاق تورن دي.
سرچینې زیاته کړې، په پاکستان کې اووه سوه زره افغان کډوال چې د لنډمهاله اوسېدونې کارتونه یې درلودل، د هغوی د اوسېدو اجازه نامې نه دي تمدید شوې.
په راپور کې راغلي، د کورنیو چارو سرپرست وزارت په دې اړه له اړوندو ملي او نړۍوالو ارګانونو او د افغانستان له سرپرست حکومت سره په ګډه یوه طرحه جوړه کړې ده.
د دې طرحې له مخې، د پاکستان کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو او ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې له اجازې او پرمټ پرته د اوسېدونکو افغان کډوالو لېستونه جوړ او افغانستان ته یې د لېږدولو په موخه پلان جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون او ۳۰۰ زره راجستر او ۸۸۰ زره غیر قانوني افغان کډوال مېشت دي.
بلخوا پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې پرون د پاکستان د لنډمهاله حکومت کابینې غونډه کې هم د افغان کډوالو د ایستلو پر طرحې خبرې شوې خو جزئیات یې نه دي په ډاګه شوي.
د افغانستان بهرنیو او کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو تر اوسه د پاکستان د تازه پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې دغو وزارتونو له پاکستانه غوښتي چې د کډوالو له نیولو او ځورولو لاس واخلي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، کوربه هېوادونه دې په جبري ډول د افغان کډوال له راستنولو ډډه وکړي او له هغوی سره دې د نړۍوالو قوانینو او تړونونو مطابق چلند وکړي.
د پژواک د خبر له مخې، د دغه وزارت سرپرست خلیلالرحمن حقاني نږدې دوه اونۍ مخکې ملي او نړۍوالو همکارو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په کې ناسته ویلي وو، افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او لازمه ده چې له هغوی سره په هر اړخيزه او ښه توګه همکاري وشي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP