Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ دولت‌اباد ښاروالۍ کرکټ لوبډلې د امو زون انټرکلپ سیالیو اتلولي وګټله

[restrict paid="true"]

کندوز (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): په کندوز کې د نهو ولایتونو ترمنځ د امو زون انټرکلپ سیالیو اتلولي د بلخ د دولت‌اباد ښاروالۍ لوبډلې وګټله.

د دغه ولايت د کرکټ پراختیايي څانګې مشر امدالله شینواری وایي، د انټرکلپ تر نامه لاندې دا سیالۍ  ۱۲ ورځې مخکې پیل شوې وې چې په کې د شمال د نهو ولايتونو لوبډلو برخه اخیستې وه.

هغه زیاته کړه، دا سیالۍ ۲۵ اوره وې او پایلوبه یې د بغلان او د بلخ دولت‌آباد ولسوالۍ د ښاروالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

شینواری وایي، په پایلوبه کې د دولت‌اباد ښاروالۍ لوبډلې مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د نوموړي په وینا، د دې لوبو یوازېنۍ موخه په شمال زون کې د غوره استعدادونه په نښه کول و، څو په راتلونکي کې د افغانستان لپاره لوبې وکړي.

د یادونې ده، د امو زون انټرکلپ دغه سیالۍ د کندوز، بلخ، تخار، بغلان، بدخشان، سمنګان، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو ترمنځ د‌ کندوز په کوربه‌توب پیل شوې وې.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.