فراه (پژواک، ۱۱ تلې ۱۴۰۲):د فراه مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۵.۴ ميليون افغانيو په ارزښت د صحي اوبو یوه شبکه جوړه شوه.
د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شبکه د یاد ولایت اړوند «ګنهکان» کلي کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په مالي مرسته د څلورو میاشتو په موده کې جوړه شوې ده.
خبرپاڼې له مخې، دغه شبکه د اووه کیلومترو غځيدلو نلونو له لارې، د دې کلي ۵۰۰ کورنيو ته پر یو وخت د څښاک صحي اوبه رسوي.
د فراه ولایت د کلیو بیارغونې رئیس مفتي محمدنسیم سرهنګ هم وایي، خوښ دی چې دغه شبکه ګټېاخېستنې ته وسپارل شوه او ورسره به د خلکو ستونزې هوارې شي.
د یاد کلي یو تن اوسېدونکی سیفالله هم خوښي څرګندوي او وایي په دغه سېمه کې خلک له ستونزو سره مخ وو ځکه چې د اوبو کچه ټېته تللې او خلکو د دې وس نه درلود چې ژورې ساه ګانې وباسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP