کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړۍوال جام ته د چمتووالي په موخه نن خپله دویمه تمریني لوبه له سریلانکا سره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فيسبوکإپاڼه لیکلي، افغان کرکټ ملي لوبډله به نن ماسپښین یوه بجه نړۍوال جام ته د چمتووالي په لړ کې خپله دویمه تمریني لوبه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.
دغه راز د افغانستان او سوېلې افریقا ترمنځ لومړی تمریني لوبه د باران له امله لغوه شوې وه.
د یادونې ده، نړۍوال جام په هندوستان کې ترسره کېږي چې رسمي لوبې به یې د همدې (اکتوبر) میاشتې په پنځمه نېټه پیل شي او افغانستان به په دغه جام کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ له بنګلهدېش سره ترسره کړي.
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن