ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو شپږو میاشتو کې د ۳۱۲ میلیون ډالرو لیلام او د افغانۍ او توکو پر بیو یې اغیز

تېرو شپږو میاشتو کې د ۳۱۲ میلیون ډالرو لیلام او د افغانۍ او توکو پر بیو یې اغیز

author avatar
3 Oct 2023 - 14:28
تېرو شپږو میاشتو کې د ۳۱۲ میلیون ډالرو لیلام او د افغانۍ او توکو پر بیو یې اغیز
author avatar
3 Oct 2023 - 14:28

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): د افغانستان بانک په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۱۲ میلیون ډالر لیلام کړي او په دې موده کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بیه ۱۱.۴ سلنه لوړ شوې، خو د لومړنیو توکو بیې په منځنۍ کچه دوه سلنه ټیټې شوې دي.

شنونکي هم د افغانۍ ارزښت ساتلو په برخه کې د افغانستان بانک هڅې ستایي او وایي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره د ډالرو لیلام د افغانستان بانک ښه پولي سیاست دی.

د افغانستان بانک پر اېکس‌‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دغه بانک د روان لمریز کال په وري میاشت کې په اته ځلونو کې ۱۱۷ میلیونه، په غويي کې په دوو ځلونو کې ۲۸ میلیونه، غبرګولې کې په یو ځل ۱۴ میلیونه، چنګاښ کې په دوو ځلونو کې ۲۸ میلیونه، زمري کې په پنځو ځلونو کې ۶۷ میلیونه او په وږې میاشت کې په څلورو ځلونو کې ۵۸ میلیون امریکایي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي.

د پژواک د راپور له مخې، د افغانستان بانک تېر لمریز کال کې په ۷۱ ځلونو کې ۹۷۸ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکايي ډالر د دواطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه بانک د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره له معقول پولي سیاستونو کار اخیستی چې یو یې د اسعارو لیلام دی.

هغه زیاتوي چې د افغانستان بانک پولي سیاستونه د افغانۍ د ارزښت ساتنې او د اسعارو پر وړاندې یې د بیې لوړېدو لامل شوي.

نوري وایي، یاد بانک به په راتلونکي کې هم د معقولو پولي سیاستونو له بېلابېلو ابزارو ګټه پورته کړي څو د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ثابت وساتل شي.

شاوخوا شپږو میاشتو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بیه څه باندې ۱۱ سلنه لوړه شوې ده.

د راپورونو له مخې، د روان کال د وري میاشتې په پنځمه د یوه امریکایي ډالر بیه ۸۷ افغانۍ وه.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وایي، نن (د تلې ۱۱مه) د یوه امریکایي ډالر بیه ۷۷ افغانۍ ده.

شنونکي هم د افغانۍ ارزښت ساتلو په برخه کې د افغانستان بانک هڅې ستایي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان بانک پولي سیاستونه او بازار ته د ډالرو وړاندې کول د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره خورا اغېزمن دي.

رشتیا د افغانۍ د ارزښت لوړېدو په اړه وایي، بهر ته د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د هېواد په هغو سیمو کې چې پاکستانۍ کلدارې او ایراني تومان کارول کېدل، له کلدارو او تومان د خلکو لاس اخیستل او پر ځای یې د افغانۍ کارول، د کورنیو حاصلاتو د موسم په رارسېدو سره له افغانۍ ډېره ګټه اخیستنه او په مارکېټ کې د افغانیو کمښت هغه لاملونه دي چې د افغانۍ ارزښت یې لوړ کړی دی.

د اقتصادي چارو بل شنونکي شبیر بشیري هم وایي، د افغانستان بانک له لوري بازار کې د امریکایي ډالرو لیلام د اوسنیو شرایطو لپاره یو ښه پولي سیاست دی او د بهرنیو اسعارو؛ په تېره د ډالر پر وړاندې د افغانۍ په ارزښت ساتلو کې یې ښه پایله لرلې ده.‎

هغه زیاتوي: «د افغانۍ د اوږد مهاله ارزښت ساتلو لپاره دوې مهمې لارې شته؛ چې لومړۍ یې سیاسي عامل دی، د دولت د داخلي او بهرني سیاست جوړېدل د افغانۍ پر ارزښت مستقیم اغېز لري او دویم پر افغانیو د زېربناوو، صنعت، تولید، کرنې او صادراتو په شان د سټراټیژيکو اقتصادي پشتوانو جوړول دي.»

هغه وایي چې له افغانستان سره نغدي بشري مرستې هم د افغانۍ د ارزښت پر ساتلو اثر لري.

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رشتیا وویل، د افغانۍ د بیې لوړوالۍ په مارکېټ کې د توکو پر بیو هم مستقیم اغیز لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانۍ ارزښت څه باندې ۱۱ سلنه لوړ شوی، خو د پژواک د اونیزو راپورونو له مخې، کابل کې د لومړنیو توکو په بیو کې په منځنۍ کچه څه باندې دوه سلنه کموالی راغلی.

د روان کال د وري په پنځمه پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۸۰۰ افغانۍ، ۲۴ عشاریه پنځه کیلوګرامه لومړۍ درجه سیله وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، پنځوس کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیایي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یوه کیلو تور چای په ۴۰۰ افغانۍ، یوه کیلو شین چای په ۳۵۰ افغانۍ، یو لېټر پټرول په ۶۷ افغانۍ، یو لېټر ډیزل په ۷۰ افغانۍ او یوه کیلو ګاز په ۵۲ افغانۍ پلورل کېدل.

خو د هټۍوالو د معلوماتو له مخې، نن (د تلې ۱۱مه) پنځوس کیلوګرامه قراقي اوړه په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ عشاریه پنځه کیلوګرامه لومړۍ درجه سیله وریجې په ۲۷۰۰ افغانۍ، پنځوس کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیایي غوړي په ۱۴۵۰ افغانۍ، یو کیلو تور چای۴۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین چای ۳۵۰ افغانۍ، یو لېټر پټرول ۸۲ افغانۍ، یو لېټر ډیزل ۷۶ افغانۍ او یو کیلو ګاز په ۶۱ افغانۍ پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې خلک هم شکایت کوي او وايي چې د افغانۍ د بیې په لوړېدو سره باید د توکو بیې هم دومره ټیټې شوې وای، لکه څومره چې د افغانۍ ارزښت لوړیږي.

د کابل ښار اوسېدونکي همایون پژواک خبري ته وویل، کله چې د ډالر بیه لوړېږي د خوراکي توکو بیه هم ورسره لوړېږي، خو کله چې د ډالر بیه ټیټه شي د خوراکي توکو بیو کې بدلون نه راځي.

دی وایي: «موږ له حکومته غواړو چې د خلکو اقتصادي وضعیت په نظر کې ونیسي او دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي، څنګه چې د ډالر نرخ ټیټېږي ورسره باید د اولیه توکو نرخونه هم ټیټ شي.»

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وایي، کابل ښاروالۍ له شاوخوا دوو کلونو راهیسې ښار کې د لومړنیو توکو نرخ‌پاڼې وېشي.

هغه وایي، دغه نرخ‌پاڼې د احتکار د مخنیوي او د توکو د بیو د کنټرول کمېسیون له لوري د ټولو نرخونو له ټاکلو وروسته چمتو کېږي او په ‌کې د شاملو ټولو خوراکي او نفتي توکو بیې کابل ښار کې په بشپړ ډول د پلې کېدو وړ دي.

Views: 189

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.