ترینکوټ (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): د پژواک راپور له خپرېدو وروسته په اروزګان ولایت کې د کافرکلا تاریخي سیمه له غصبه راوګرځول شوه او هغه کورونه ونړل شول چې دې سیمه کې په خپلسري توګه جوړ شوي وو.
پژواک خبري اژانس د ۱۴۰۰ کال د لړم په درېیمه نېټه د یادې تاریخي سیمې د غصب اړوند یو راپور خپور کړی و.
دغه تاریخي کلا د مرکز ترینکوټ په مهراباد سیمه کې ده چې شاوخوا یوه پېړۍ تاریخي قدامت لري.
د اروزګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی برخې مسوول مولوي شرافالدین ساجد پژواک ته وویل، د یادې تاریخي کلا یو شمېر برخې د خلکو له خوا غصب شوې وې او کورونه پرې جوړ شوي وو.
هغه وويل چې نن سهار د اطلاعاتو او فرهنګ او د عدلیې ریاستونو اړوند د یوې ګډې کمېټې له لوري د کافرکلا سیمه له غصبه راوګرځول شوه او هغه کورنه ونړل شول چې په خپلسري توګه جوړ شوي وو.
هغه زیاته کړه، دغه اداره به د دې تاریخي آبدې د ساتني او رغوونې لپاره هم لاس په کار شي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د تاریخي سیمو له غصبه لاس واخلي او د سرغړوني په صورت کې به ورسره جدي چلند وشي.
نوموړی وایي، دا مهال د اروزګان په مرکز او ولسوالي کې ۱۳۵ تاریخي سیمې او ابدې شته چې دا اداره یې د ساتلو برخه کې ژمنه ده.
دغه راز د مهراباد سیمې یوه اوسېدونکي اسدالله پژواک ته وویل چې د دې کلا ډېرې برخې خلکو په خپله ګټه کارولې.
هغه زیاته کړه، یو شمېر کسانو دې کلا ته څېرمه د استوګني کورونه اباد کړي او ګڼو نورو بیا کرنېزي ځمکې جوړې کړې دي.
کافرکلا شاوخوا یوه پېړۍ وړاندې د انګرېزانو د اشغال پرمهال د سیمې پر یوه لوړه او ستراتیژیکه ساحه جوړ شوې ده.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن