ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي او بغلان کې د نشه‌یي توکو د تولید دوه کارخونې له منځه وړل شوې دي

دایکنډي او بغلان کې د نشه‌یي توکو د تولید دوه کارخونې له منځه وړل شوې دي

نیلي- پلخمري (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲): دایکنډي او بغلان کې امنیتي مسوولین وايي چې دغو ولایتونو کې د نشه‌یي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.

د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌علي جاوید پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ د یاد ولایت د پاتوی ولسوالی په «کره خور» سیمه کې د نشه‌یي توکو د تولید او پروسس یوه کارخونه کشف کړې ده.

د هغه په وینا، له دې کارخونې څخه له یوه ټنه ډېر اومان کشف شوي او سوځول شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د دې قضیې په تړاو پنځه کسان نیول شوي دي.

نوموړي څرکنده کړې چې د دایکنډي امنیتي ځواکونو له دې کارخونې یوه اندازه تېل او ډیزلي ژرنده ترلاسه کړې ده.

ورته مهال، د بغلان امنیه قوماندانۍ هم وایي چې امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په دوشي ولسوالۍ کې څلور کسان د نشه‌یي توکو د تولید په تور نیولي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد کسان د دوشي ولسوالۍ په کیان دره کې له عملیاتو وروسته نیول شوي او د نشه‌یي توکو کارخونه یې له منځه وړل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، په دې کارخونه کې شیشه تولیدېده.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.