کندهار (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲) په کندهار کې ميرويس خان نيکه او احمدشاه بابا د زيارتونو د ګٌنبتو ترڅنګ د احمد شاه بابا د کور او په سپين بولدک ولسوالۍ کې د احمدشاهي حوض د رغونې چارې راپيل شوې.
په همدې موخه د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه کندهار ته راغلی وو ، دلته یې لومړی د میرویس خانه نیکه له زیارت، احمد شاه بابا له کور او مقبرې څخه لیدنه وکړل.
د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر وویل، پر دغه څلورو آبدو شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۲۲ میلیونه د همدغه وزارت او ۲ میلیونه افغانۍ د نورو موسساتو له خوا ورکول کیږي.
ده زیاته کړه: «موږ د تاریخي اثارو ساتنې ته کاملاً ژمن یو، احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه زموږ هغه اتلان دي، چې د بهرنيو یرغلګرو په ماتولو افغانانو ته زرین تاریخ پرې ایښی دی او موږ به هم د هغوی پر لاره ځو.»
هغه وویل ، دا مهال د کندهار تر څنګ په غزني، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې د تاریخي ابداتو د ترمیم چارې روانې دي او یوازې د روان کال پر پروژو ۲۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې دا پيسې د وزارت او موسساتو په ګډه ورکول کیږي.
د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر خیر خواه وویل، د تاریخي ابداتو له ترمیم سره به لا ډېر بهرني سېلانیان افغانستان ته راشي چې دا کار د افغانستان پر اقتصاد مستقیم اغېز لري.
په دې غونډه کې د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي انعام الله سمنګاني هم وویل، د داخلي سېلانیانو ترڅنګ د اسلامي امارت له راتګ سره کندهار ته د بهرنیو سېلانیانو راتګ خورا ډېر شوی، چې د یادو آبدو په رغونې سره به لاهم سیاحت پراختیا وکړي.
ده زیاته کړه: «موږ په دې هیله یو چې د دغه ابدو کارونه په لوړ معیار او ښه کیفیت تر سره شي تر څو د نړېدو له ګواښ سره مخ نه شي، او په راتلونکې کې به هم د دې تاریخي ځایونو ښه ساتنه وشي ځکه چې دا به بهرني سېلانیان دې ته را جلب کړي چې لیدنه ترې وکړي.»
بل خوا د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد صدیق مهمند بیا د سوداګرو په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړل چې د لوی امپراتور عليحضرت احمدشاه بابا د زیات شاوخوا دې پارک جوړ شي ځکه دا مهال دغه ځای کورونو چاپير کړی دی.
که څه هم کندهار کې په تېرو کلونو کې د تاریخي ابداتو د ترمیم چارې څو ځله پيل شوي خو نیمګړي پاتې شوي.
چارواکي دا ځل په ټينګار سره ژمنه کوي چې تاریخي ابداتو او اماکنو ته به پوره پاملرنه کیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP