[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): یوې اسراییلي ورځپاڼې ادعا کړې چې د “ مقاومت جبهې“ مشر احمد مسعود له دغه هېواده د مرستې غوښتنه کړې، خو دغې جبهې دا راپور رد کړی دی.
د “ یروشلم پوسټ“ په نامه په انګلیسي ژبه خپرېدونکې ورځپاڼې د تلې په ۱۲مه، خبر ورکړې چې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود دا څرګندونې د “ماریف“ په نامه یوې بلې اسراییلي ورځپاڼې سره په پاریس کې کړې، چې په عبراني ژبنه خپریږي. ماریف او یروشلم پوسټ تر یوه چتر لاندې فعالیت کوي.
د راپور له مخې، احمد مسعود په دې مرکه کې ویلي، د افغانستان د سرپرست حکومت پر ضد د اسراییلو ترڅنګ د هر لوري مرستې ته اړتیا لري.
https://www.jpost.com/israel-news/article-761493
هغه زیاته کړې، دی د سولې نوښت په برخه کې اسراییلي لوري سره کار کولو ته لېوالتیا لري او د اسراییلو مرسته ورته د منلو ده.
مسعود په دغه مرکه کې ویلي، نه غواړي د افغانستان ولسمشر شي، خو په افغانستان کې د یوه دیموکراتیک حکو مت جوړویدو پلوي کوي.
د نوموړي په وینا، باید د جګړې لمن ټوله شي او ټول په افغانستان کې په سوله کې سره ژوند وکړي .
د مقاومت جبهې مشر وايي، جګړه په هر ځای کې، که هغه په افریقا کې وی یا هم په یمن او افغانستان کې، خلکو ته زیان رسوي.
هغه زیاته کړې، د جګړې د ختمولو لپاره د خبرو لاره خپله شي.
خو اوس د 'مقاومت جبهې' پر خپلې ایکس پاڼې ( پخوانی ټویټر) لیکلي، چې احمد مسعود هیڅ کومې اسرائیلۍ ورځپانې سره ځانګړې مرکه نه ده کړې او نه یې له اسرائیلو د څه غوښتنه کړې. د مقاومت جبهه وایي، چې په دې برخه کې شایعات مغرضانه او بې بنسټه دي.
یادونه: په دې راپور کې د بي بي سي پښتو له خبر څخه استفاده شوې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP