کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر رییس د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې د اوبو د مدیریت پروژو د پلې کولو په برخه کې لېوالتیا ښودلې ده.
دغه وزرات نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو (UNOPS) د دفتر له عمومي ریيس نیکلولاس جورج سره لیدلي دي.
سرچینې ویلي، په دې ناسته کې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت پروژو د پلې کولو په برخه کې د همکارۍ په هکله بحث شوی دی.
سرچینه زیاتوي، په دې لېدنه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په هېواد کې د وچکالۍ وضعیت او د اوبو سرچینو مخ پر زیاتېدونکي کمښت ته اشاره وکړه او ویې ویل، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې نړۍوال سازمانونه د افغانستان له خلکو سره د اوبو د مدیریت په برخه کې مرسته وکړي.
منصور زیاته کړه: «د اوبو پروژو په پلي کولو کې به د اوبو او انرژی وزارت له دوی سره د تخنیکي معلوماتو په شریکولو او د پروژو د غوره مدیریت په برخه کې هر راز همکاري وکړي.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر عمومي ریيس هم د اوبو د مدیریت پروژو د پلي کولو په برخه کې لېوالتیا څرګنده کړه او په افغانستان کې یې د بیړنیو پروژو د ور پېژندلو ترڅنګ، له وزارته د پروژو پلي کولو کې د تخنیکي همکاري غوښتنه وکړه.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن