کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وایي، د ریاستالوزارء د حکم پر بنسټ له هېواده د هر ډول اوسپنیزو تجهیزاتو او توکو لېږد منع شوی دی.
مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د دغه حکم پر بنسټ ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د ملي سوادګرو او صنعتکارانو د شخصي اموالو لېږد رالېږد ته د کار او فعالیت د جواز او اصولي سندونو په کتو سره اجازه ورکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، هېواد ته واردېدونکي توکي باید اړوند ګمرکي اسناد ولري او له هېواده بهر ته لېږدېدونکو پرزه شوو کانټینرونو ګمرکي سندونه باید تایید شوي وي او د لېږد اجازه ولري.
د مالیې وزارت لیکلي چې د سرغړونې په صورت کې له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کېږي.
Views: 135
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن