ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان کومو لوبډلو ته ماتې ورکولی شي!

د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان کومو لوبډلو ته ماتې ورکولی شي!

author avatar
6 Oct 2023 - 16:59
د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان کومو لوبډلو ته ماتې ورکولی شي!
author avatar
6 Oct 2023 - 16:59

اټلانټا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰): د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ د لسو غوره لوبډلو په ګډون سره د هندوستان په کوربه توب پیل شوې، دا چې افغانستان په دې سیالیو کې کومو لوبډلو ته ماتې ورکول شي، د کرکټ کارپوهان یې په اړه بېلا بېل نظرونه لري.

ددې سیالیو په لومړي پړاو کې هره لوبډله له بلې سره یوه یوه لوبه کوي، په دې حساب افغانستان به په دې نړۍوال جام کې لومړۍ له نهو  هېوادونو سره لوبې ولري.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه سبا د اکتوبر په ۷مه له بنګله دېش سره، د اکتوبر په ۱۱مه هندوستان، د اکتوبر په مه ۱۵ له انګلستان، د اکتوبر په ۱۸مه نیوزیلینډ،  د اکتوبر په ۲۳ مه له پاکستان، د اکتوبر په ۳۰مه له سریلانکا، د نومبر په  ۳مه له  نیدرلینډ (هالنډ) د نومبر په ۷ له اسټرالیا او د نومبر په ۱۰ مه خپله وروستۍ لوبه له سویلي افریقاسره ترسره کوي.

دا درېیم ځل دی چې افغانستان د یوه ورځني کرکټ په نړۍوال جام سیالیو کې ګډون کوي،  د ۲۰۱۹ کال نړۍوال جام چې په انګلستان کې ترسره شو، افغانستان له نهو لوبو څخه یوه هم ونه ګټله ، خو دوه درې لوبې یې ښې کړې وې.

تر دې مخکې د ۲۰۱۵ کال نړۍوال جام کې افغانستان پخپل ګروپ کې شپږ لوبې کړې وې، خو یواځې سکاټلینډ ته یې ماتې ورکړې وه.

دا چې دا ځل افغانستان څومره چانس لري، چې کومو لوبډلو او هېوادونو ته به ماتې ورکوي، د کرکټ کارپوهان په اړه یې بېلا بېلې تبصرې کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی عمومي رییس نسیم الله دانش وایي، چې دا خل د افغانستان ډېره ښه لوبډله ټاکل شوې او هیلې ترې زیاتې دي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، چې لوبغاړي د اسیا او هندوستان پېچونو سره برابر انتخاب شوي دي، ځوان او تجربه لرونکي لوبغاړي په ملي لوبډله کې اخیستل شوې دي.

دانش وایي، له بنګله دېش، سریلانکا او نیدرلینډ څخه د ګټلو چانس ډېر دی، له نیوزیلینډ، انګلستان او پاکستان سره به سختې لوبې کېږي او ددواړو د ګټلو چانس شته دی.

ده زیاته کړه، چې پاکستان په هند کې تر سیاسي او لوبه ییز فشار لاندې دوي، نیوزیلینډ او انګلستان په اسیایي میدانونو او پېچونو کې سمې لوبې نه شي کولی.

د  کرکټ بورډ پخوانی رییس وایي، چې له اسټرالیا، سویلي افریقې او هندوستان څخه د ګټلو چانس کم دی.

د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی او د کرکټ روزونکی هستي ګل عابد هم په دې نظر دی چې افغانستان په اسانۍ سره بنګله دېش، سریلانکا او نیدرلینډ ته ماتې ورکول شي.

د هغه په وینا، له سویلي افریقې او پاکستان سره هم د سختو لوبو امکان شته، خو له نورو لوبډلو د ګټلو چانس کم دی.

عابد وایي، دا ځل د کرکټ نړۍوال جام په اسیا کې ترسره کېږي او د اسیایي هېوادونو میدانونه او پېچونه د سپنرانو (ورو) توپ اچوونکو لپاره ډېره ګټوره وي او افغانستان د نړۍ غوره سپنران لري.

خو ده پژواک ته  وویل، توپ اچوونکي هغه بریالي کېږي، .چې توپوهونکي ورته ښې منډې جوړې کړې .

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مدیر شېراغا همکار هم وایي، چې دا ځل لوبې په داسې میدانونو کې ترسره کېږي، چې د سپنرانو لپاره مناسب دي او له دې څخه باید ملي لوبډله ستره ګټه واخلي.

هغه پژواک ته وویل، افغانستان سریلانکا، بنګله دېش، نیدرلینډ او پاکستان ته په اسانۍ سره ماتې ورکولی شي.

ده زیاته کړه: “ کرکټ د هوش لوبه ده، لوبغاړي د جوش پر ځای له هوش څخه کار واخلي، ټوله پاملرنه پخپلې لوبې وکړي او له دې چانس څخه نړۍوال جام په اسیا کېږي ګټه واخلي.

د همکار په وینا، ډېر چانس شته چې افغانستان نیمه پای لوبې ته هم لاره پیدا کړي.

د کرکټ ملي لوبڅار ضراب شاه ظهیر له چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې له کرکټ سره نږدې پاتې شوی، هم وایي، چې افغانستان د څلورو لوبو ګټلو چانس لري.

ده وویل، افغانستان له بنګله دېش، سریلانکا او نیدرلینډ څخه په اسانۍ لوبه ګټلی شي، خو له سویلي افریقې او پاکستان څخه هم د ګټلو چانسونه شته.

د هغه په وینا، ښایي، ملي لوبډله انګلستان او نیوزیلینډ هم یوې ته حیرانوونکې ماتې ورکړي.

د کرکټ څارونکی او مبصر مشتاق رحیم وایي بیا وایي چې له دوو یا درېیو لوبډلو څخه د ګټلو او له یوه سره د ښې لوبې تمه کېدای شي.

هغه زیاته کړې  : “ لوبې به څارو او هیلې به پالو خو خپلې هیلې باید مدیریت کړو. زه شخصاً له نهو څخه له دوو (بنلګه دیش او نیدرلینډ) تر دریېو (سریلنکا) لوبو د ګټلو، او په یوه لوبه کې د ښه لوبیدو (پاکستان) هیله لرم خو که دغه مو هم وګټله نو همدا مو نړیوال جام شو. “

د نوموړي په وینا،  له هغو دریېو کې  هم یواځې د ګټلو هیله لري، باوري نه دی چې حتماً به یې ګټي، پاتې نورو پنځو کې که لوبغاړو یو څه ښه لوبه وکړه او خپل سیالان یې وننګول هم بس به وي.

د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی رییس خان احمدزی چې اوس مهال له ملي لوبډلې سره په هندوستان کې دی، هم په دې اند دی چې له څلورو پنځو ټیمونوڅخه افغانستان د ګټلو چانس لري.

هغه پژواک ته وویل، له بنګله دېش، نیدرلینډ، پاکستان، سویلي افریقې څخه د لوبو ګټلو چانس شته او له نورو لوبډلو سره هم د ښې لوبې تمې شته دي.

رییس خان وایي، د افغانستان توپوهنه هم په دې وروستیو کې شوې، که دوی ښې منډې وکړې، نو توپ اچوونکی دا وړتیا لري چې له خپلو منډو دفاع  وکړی شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.