ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ نیوزیلینډ په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ستره ماتې ورکړه

د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ نیوزیلینډ په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ستره ماتې ورکړه

author avatar
6 Oct 2023 - 00:06
د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ نیوزیلینډ په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ستره ماتې ورکړه
author avatar
6 Oct 2023 - 00:06

اټلانټا (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲): د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالۍ په هندوستان کې پیل شوې او په لومړۍ لوبه کې نیوزیلینډ دفاعي اتل انګلستان ته ستره ماتې ورکړه.

د لسو هېوادونو په ګډون د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالۍ دا ځل په هندوستان کې ترسره کېږي او دا لوبې ددغه هېواد په لسو نړۍوالو میدانونو کې به ترسره شيٍ.

لومړۍ لوبه د تېر نړۍوال جام د لومړي او دویم مقام ترلاسه کوونکو لوبډلو نیوزیلینډ او انګلستان ترمنځ د هندوستان په حیدر اباد ښار کې ترسره شوه.

ددې لوبې پچه نیوزیلینډ وګټله او لومړی یې انګلستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

دانګلستان لوبډلې په ټالک شویو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو  په سوځېدلو سره ۲۸۲ منډې جوړې کړې او نیوزیلینډ ته یې د ۲۸۳ منډو هدف ورکړ.

نیوزیلینډ چې کله د هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پیل کړه، نولومړی لوبغاړی یې په سفر وسوځېد، خو ورپسې کانوای او رویندرا تاریخي لوبه وکړه او پرته له دې چې وسوځیږي، یاد هدف یې بشپړ او لوبه یې وګټله.

انګلستان تېر ځل نړۍوال جام ګټلی او دا ځل یې پیل له سترې ماتې سره وکړ.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په اوومه له بنګله دېش سره کوي.

 

Views: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.