اټلانټا (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲) : په پاکستان کې د افغانستان سفارت وایي چې د دغه سفارت یوه پلاوي د اسلاماباد پولیسو له مسوولینو سره لیدلي او د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د ځورونو او نورو اړوند ستونزو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت لخوا د تلې په ۱۳مه، د شپې ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دسفارت د مهاجرینو څانګې او قونسلي چارو ګډ پلاوي د اسلاماباد د پولیسو له مشر، اکبر نصیرخان په مشرۍ پاکستاني لوري سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د سفارت پلاوي جوته کړه چې په پاکستان او ځانګړې توګه په اسلاماباد کې د افغان کډوالو ژوند د پولیسو له لاسه ډېر تنګ شوی.
سفارت ویلي، د بېاسنادو ترڅنګ اسناد لرونکي کډوال نیول کیږي، ښځي او ماشومان ځورول کیږي چې دا ډول کړنو لویي اندیښنې راپارولی دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP