Language

اروزګان کې درېیو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

ترینکوټ (پژواک، ۱۴ تله ١٤٠٢): اروزګان کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې درېیو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

د اروزګان ولایت مقام ویاند احسان‌الله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، یو کس د لواطت او دوه نور د زنا په تور نیول شوي وو چې د دوسیو له نهایي کېدو وروسته نن په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه .

هغه وویل، هر مجرم ٣٩ دُرې ووهل شو او په بند هم محکوم شول.

نوموړي زیاته کړه، د ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د حکم له مخې پر یادو کسانو حد جاري شو.

login or register a new account.