مهترلام (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲) : د لغمان د حج او اوقافو ریاست مسوولین وایی چې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند «نلیار» سیمه کې د ځايي اوسېدونکو په شخصي لګښت د یوه جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې.
د حج او اوقافو ریاست د رسنیو مسوول حاجي شمسالرحمن ساپی د تلې په ۱۴ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د الینګار ولسوالۍ اړوند نلیار سیمه کې د یوه جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې.
ده وویل، پر دغه جومات ۵.۴ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د خلکو له خوا ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، یاد جامع جومات ۲۲ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور، یو سالون او دوه تدریسي خونې لري، چې په یوه وخت کې به ۳۵۰ لمونځ کوونکي پکې ځایېدلای شي.
په ورته مهال، د یادې سیمې قومي مشران وایي چې پخوا د دوی جومات خامه او تنګ و، ځکه یې پخپل شخصي لګښت د یاد جومات د جوړولو چارې پیل کړې.
د نلیار د سیمې یوه قومي مشر مولوي عبدالرقیب پژواک خبري اژانس ته وویل: « پخوا مو مسجد خامه او تنګ و، لمونځ کوونکي به پکې نه ځایېدل نن د ولسونو په شخصي لګښت په اساسي شکل سره د دغه جومات د جوړېدو کارونه پیل شول.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP