ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایمل ‌ولي‌خان: که افغانان له پاکستانه ایستل کېږي، کشمیري او هندي مهاجرین دې هم و ایستل شي

ایمل ‌ولي‌خان: که افغانان له پاکستانه ایستل کېږي، کشمیري او هندي مهاجرین دې هم و ایستل شي

author avatar
7 Oct 2023 - 01:26
ایمل ‌ولي‌خان: که افغانان له پاکستانه ایستل کېږي، کشمیري او هندي مهاجرین دې هم و ایستل شي
author avatar
7 Oct 2023 - 01:26

اټلانټا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): د عوامي نېشنل ګوند یوه مرکزي مشر ايمل ولي‌خان ویلي، که چېرې افغان کډوالو ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه وي نو د کشمیر او هند مهاجرینو ته هم باید د اوسېدو اجازه ور نه کړل شي.

د دغه ګوند پر اېکس‌پاڼه د ايمل ولي‌خان د خبرو هغه ویډیو خپره شوې چې د تلې په ۱۴مه یې پېښور کې یوې غونډې ته وینا کړې ده.

هغه د پاکستان پر لنډمهال حکومت کلکې نیوکې وکړې چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه یې کړې ده او ویلي یې دي چې لنډمهاله حکومت یوازې د ازادو ټاکنو لپاره جوړ شوی، د داسې پرېکړو حق او واک نه لري.

خو ايمل ولي‌خان دا هم وویل چې د پردې شا ته دا ډول پرېکړې لوی قوتونه کوي، لنډمهال حکومت یې یوازې اعلان کوي.

هغه زیاته کړه: «که چېرې مهاجرین ایستل کېږي، بیا دې ټول وایستل شي؛ د افغانانو ترڅنګ دې بیا د کشمیر او هندوستان کډوال هم وایستل شي.»

د یادونې ده، میلیونونه کشمیریان او د هند مسلمانان په پاکستان کې د کډوالو په توګه پناه اخیستې وه او اوس ورته پاکستان تابعیت ورکړی دی.

خو اېمل ولي‌خان وویل چې افغانان پاکستان ته په خپله خوښه نه دي ورغلي، د هغوی په وطن کې چې کوم اور بل و، لسګونه کلونه مخکې د پاکستان پخواني دیکتاتور ولسمشر جنرال ضیاءالحق یې پیل کړی و.

د هغه په وینا، هغه مهال چې افغانان هلته ورتلل نو په غاړه کې به یې ګلونه اچول کېدل؛ ځکه چې هغه مهال د افغانان په نوم نړۍوالو پیسې رالېږلې.

د عوامي نېشنل ګوند دغه مشر وایي، که چېرې له ۳۰ «ځانمرګو بریدونو» په ۱۲ کې افغانان ککړ وو، نو پاتې ۱۸ یې پاکستانیانو کړي، له هغوی سره څه کوئ؟

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو بې اسنادو افغان کډوالو ته تر یوې میاشتې پورې د وتلو ضرب‌الاجل ورکړی او پولیسو د افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی چې تېره اونۍ هلته شاوخوا زر افغان کډوال نیول شوي او د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا عملیات شوي او سلګونه افغان کډوال یې نیولي او په ځینو سیمو کې یې د هغوی کورونه هم ړنګ کړي دي.

ملګرو ملتونو، د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د بښنې نړۍوال سازمان او ځینو نورو نړۍوالو بنسټونو د پاکستان پر دې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې.

بلخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې د کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه د دواړو هېوادونو اړیکې خرابوي.

Views: 247

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.