ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د زون په کچه د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

کندهار کې د زون په کچه د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

author avatar
7 Oct 2023 - 05:52
کندهار کې د زون په کچه د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
author avatar
7 Oct 2023 - 05:52

کندهار (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲) کندهار کې د سپورټ او بدني روزنې ریاست له خوا په غازي محمدایوب خان لوبغالي کې د غېږنیونې دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې وې او د جمعې په ورځ ناوخته پای ته ورسېدې، د کندهار ترڅنګ د هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو اوسېدونکو او دغه راز له ډيورنډ کرښې له پورې غاړې چمن او کویټې هم ډېر شمېر غېږنیوونکي  او سیلانیان راغلي وو.

د دغه ولایت د سپورټ او بدني روزنې ریاست مسولین وایي، د غېږ نیولو لپاره دا مهال په کندهار کې دوه کلپونه احمدشاهي او اتفاق جوړ شوي چې له دې سره د غېږنیونې لوبې لوبغاړي او مینه‌وال ډېر شوي دي.

د سپورټ او بدني روزنې رییس حافظ محمود اغا بشر له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، د کلبونو له جوړېدو سره د غېږ نیونې لوبې ته پام زیات شوی او ډېر مینه وال یې پيدا کړي.

ده زیاته کړه: «د دې لوبې مینه وال خو پخوا هم ډېر وه اوس لا ډېر شوي دي، ځکه موږ دوه کلبونه جوړ شوي او لوبغاړي مو ثبت کړي دي، اوس له هر ځای څخه مینه وال راتلای شي پخوا دا لوبې ته ډېره توجه نه کېدل.»

د غېږ نیونې لوبغاړي هم وايي، په ډاډه زړه هر وخت په دغه سیالیو کې ګډون کوي ځکه اوس مهال په هېواد کې امن دی او هر کس کولای شي هر ولایت او هرې ولسوالۍ ته لاړ شي.

یو تن لوبغاړی شفیع الله په دې اړه وایي: «زه له شاه ولیکوټ ولسوالۍ څخه دغه غېږو ته راغلی یم، دا لوبه مې له کوچنیوالي څخه خوښه ده پخوا چې جنګونه وه په داسي غېږو کې مو ګډون نه شو کولای مشرانو اجازه نه راکول.»

په دې لوبو کې د ګډون لپاره د ډیورنډ کرښې ها غاړې کویټې څخه راغلي لوبغاړي هم وايي، خوشحاله دي چې امن دی او دوی راځي دلته په دې سیالیو کې ګډون کوي.

یو تن د غېږ نیونې سیالیو لوبغاړی عبدالرازق پالوان وایي: «زه له کویټې څخه راغلی یم خپله د کندهار یم خو کور مې له ډېره وخته په کویټه کې دی، له ډېره وخته دلته د غېږو سیالیو ته راځم خو په اوس وخت کې دا سیالۍ تر پخوا ښه خوند کوي ځکه ډېر تماشه چیان یې راځي.»

د دغه لوبې تماشه چیان هم وایي، اوس مهال ځکه د دې لوبې مینه وال ډېر شوي چې هر کس کولای شي په ډاډه زړه پرته له ډاره د دې لوبو ننداره وکړي.

د لوبې یو تن نندارچي حاجي عبدالطیف په دې اړه وایي: «ما په ځوانۍ کې غیږي ایستلې ډېر شوق ورسره لرم، پخوا خو نو جنګونه وه پټاوونه وه غېږو ته چنداني نه ورتلم اوس چې امارت راغلی دی هر ځای چې د غېږو سیالي وي ګډون پکې کوم.»

سیلانیان غوښتنه کوي چې د غېږ نیونو د سیالیو لپاره دې هم ځانګړي لوبغالي جوړ شي چې د خلکو د ناستې لپاره منظمې څوکۍ او د لوبغاړو د لوبو لپاره هم بېل بېل ځایونه ولري تر څو دغه سیالۍ په منظمه توګه تر سره شي.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.