اټلانټا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند نامناسب او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او ارزښتونو خلاف بولي.
د پخواني ولسمشر له دفتره د تلې په ۱۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د کرزي له قوله راغلي: «دا کړنه له هغې ورورګلوۍ او میلمه پالنې سره په تضاد کې ده چې د پاکستان خلکو د څه باندې څلوېښت کلونو راهیسې له افغان کډوالو سره کړې.»
حامد کرزی زیاتوي: «د پاکستان اوسني مشکلات نه په افغانستان او نه هم په افغان مهاجرینو پورې اړه لري، بلکې پاکستان کې د افغان مهاجرینو شتون دغه هېواد ته ګڼ اقتصادي او اجتماعي منفعتونه ور په برخه کړي دي.»
هغه هیله څرګنده کړې چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي او د مدبرانه او متمدنو اړیکو لاره اختیار کړي چې دا به د دواړو هېوادونو او سیمې په ګټه وي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو بې اسنادو افغان کډوالو ته تر یوې میاشتې پورې د وتلو ضربالاجل ورکړی او پولیسو د افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې تېره اونۍ هلته شاوخوا زر افغان کډوال نیول شوي وو او د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا هلته عملیات شوي او سلګونه افغان کډوال یې نیولي چې په ځینو سیمو کې یې د هغوی کورونه هم ړنګ کړي دي.
ملګرو ملتونو، د کډوالو عالي کمیشنرۍ، د بښنې نړۍوال سازمان او ځینو نورو نړۍوالو بنسټونو د پاکستان پر دې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې ده.
بلخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې د کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه د دواړو هېوادونو اړیکې خرابوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن