مزارشریف (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د بلخ امنيه قومانداني وايي چې د روان کال په تېرو شپږو مياشتو کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۷۱۸ کسان نيول شوي دي.
دغه څرګندونې د بلخ امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر امیرالحق طیباحمد په مزارشريف ښار کې يوې خبري غونډې ته وکړې.
هغه وويل چې امنيتي ځواکونو په تېرو شپږو مياشتو کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ۷۱۸ کسان د جنايي او نورو جرمونو په تور نيولي دي.
هغه زیاتوي، دغه کسان د انسانتښتونې، قتل، غلا، نامشروع اړیکو، جنسي تېري، له کوره د تېښتې، جوارۍ او جعلکاریو په تور نیول شوي چې ښځې هم په کې شاملې دي.
په همدې حال د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري د دغه ولایت اوسېدونکو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ او مجرمینو ته یې خبرداری ورکړ چې که هغوی له جرمونو لاس پر سر نه شي قانوني چلند به ورسره وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اونۍ کې د بلخ امنیې قوماندانۍ مسوولینو د پنځو ښځو په ګډون شل کسان د قتل، غلا، جواري او نامشروع اړیکو په تور نیولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP