Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د ۱۰۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پيل شوې

کندهار (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲) د کندهار ولایت په مرکز کې د ۱۰۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کندهار ښاروال نعمت‌الله حسن وویل، دا څه کم درې کیلومتره سړک دی چې پنجوایي او ډنډ ولسوالۍ له ښار سره نښلوي.

د هغه په وینا، پر دغه سړک د ښاروالې له بودجي ۱۰۴ میلیون افغانۍ لګول کېږي او په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.

دغه راز، د دغه سړک یوه انجنیر احمدشاه وویل: «په دغه سړک کې ډېر ښه مواد کاروو او موږ تمه لرو چې په کلونو کې به هم خراب نه شي، خو بیا هم له خلکو غواړو چې د سړک په ساتنه کې پوره پام وکړي.»

د سیمي اوسېدونکي هم د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي.

د سیمې یو اوسېدونکي غلام‌رسول وایي: «په دې کار ډېر خوشحاله یو، پر دغه سړک به داسې اوبه روانې چې نه انسان او نه وسایط پرې تللای شول اوس ډېر شکر دی چې جوړیږي.»

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، که ژمي کې د اورښتونو له امله کومه ستونزه پېښه نه شي د دغه سړک دویمه برخه به هم تر شپږو میاشتو بشپړه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.