Language

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه درمل او طبي تجهیزاتو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سیاسي مرستیال رافیلا لودیک له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو د مرستو خبر ورکړی دی.

هغه نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه درمل او طبي تجهیزات د اروپایي ټولنې د بشردوستانه هوایي دهلېزونو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

لوډیک د دغو مرستو موخه په افغانستان کې د اړمنو وضعیت ته رسېدنه بولي.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې له دې مخکې د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو د ناسم سیستم خبرداری ورکړی و.

login or register a new account.