ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده‌کړو پنځه میاشتنی پروګرام پيل شو

کابل کې د یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده‌کړو پنځه میاشتنی پروګرام پيل شو

author avatar
8 Oct 2023 - 09:02
کابل کې د یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده‌کړو پنځه میاشتنی پروګرام پيل شو
author avatar
8 Oct 2023 - 09:02

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې یې د یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده‌کړو پنځه میاشتنی پروګرام پيل کړی چې په اوو بېلابېلو برخو کې به زده‌کړې وویني.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ملا عبدالرزاق اخند په دې تړاو یوې غونډې ته وویل چې په دغه پروګرام کې به ۱۲۰ یتیمانو او معلولینو ته د خیاطۍ، کمپیوټر، د برېښنایي وسایلو د ترمیم، د مبایلونو، جنراتورونو، یخچالونو او موټرسایکلونو د ترمیم برخو کې حرفوي زده‌کړې ورکړل شي.

د یاد وزارت بل مرستیال عبدالحکیم حقاني بیا وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي د یتیمانو او معلولینو لپاره د هوساینې او زده‌کړو زمینه برابره کړي څو له یوې خوا وکولی شي د خپلو هڅو له لارې حلال رزق ترلاسه کړي او له بلې خوا خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځي.

هغه وویل: «د شهيدانو وارثينو او معلولينو ته د خدمتونو وړاندې کول زموږ مکلفيت او دنده ده.»

هغه د یاد پروګرام له ګډونوالو وغوښتل چې له دغه فرصته ښه ګټه پورته کړي.

Views: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.