[restrict paid="true"]
لومړی تعقیب - اټلانټا (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): د فلسطین د حماس ډلې له خوا د اسرائیلو پر ضد د «اقصی طوفان» په نوم عملیاتو له پیلېدو وروسته په جګړه کې دواړو لورو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، د حماس ډلې د شنبې په ورځ سهار وخته پر اسرائیلو د راکټي بریدونو ترڅنګ د هوا، ځمکې او بحر له لارو بریدونه پیل کړي دي.
په ټولنیزو شبکو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د حماس غړي د (پراشوټ) او کښتیو له لارې د اسرائیل تر واک لاندې سیمو ته ځانونه رسوي او په بلډوزرو هغه دېوال هم نړوي چې اسرائیلي ځواکونو د غزې ښار پر پوله جوړ کړی دی.
د حماس ډلې د سیاسي کمېټې مشر اسماعیل هنیه په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې د دغو عملیاتو پیلېدو د اعلان ترڅنګ خدای ته د شکر سجده کوي.
د ترکیې انادولو اژانس د تلې په ۱۶مه خبر ورکړی چې د حماس ډلې له خوا پر اسرائیل شاوخوا اووه زره راکټونه توغول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، اسرائیل د دې په ځواب کې د فلسطین پر غزې تړانګې هوایي بریدونه پیل کړي او ګڼ شمېر حکومتي او د حماس نظامي مرکزونه یې په نښه کړي دي.
دغه اژانس د اسرائیلي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې تر اوسه په دې جګړه کې تر ۳۰۰ پورې اسرائیلیان او ۲۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
دغه راز سرچینو زیاته کړې چې شاوخوا ۱۸۰۰ فلسطینیان او ۱۵۰۰ اسرائیليان ټپیان شوي او د یوه جنرال په ګډون ګڼ اسرائیلي سرتېري د حماس له خوا ژوندي نیول شوي دي.
بلخوا په ایران، ترکیه، لبنان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ ستر لاریونونه شوي خو متحده عربي اماراتو او سعودي چې په دې وروستیو کې یې له اسرائیلو سره اړیکې ښې شوې، دواړه لوري زغم ته رابللي دي.
خو د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو د ملاتړ د اعلان ترڅنګ د هر ډول مالي او نظامي مرستې ډاډ هم ورکړی دی.
دغه راز د امریکا دفاع وزیر لویډ استین ویلي چې پنټاګون به دا یقین ترلاسه کړي چې اسرائیل باید هر هغه څه ولري چې د خپلې دفاع لپاره اړتیا ورته لري.
بلخوا د برېتانیا، فرانسې، هسپانیا، جرمني او ځینو نورو هېوادونو حکومتونو هم په خپلو اعلامیو کې د خپل ځان د دفاع لپاره د اسرائیلو پر حق تینګار کړی دی.
له ۲۰۰۶ کال کې د لبنان د حزبالله او اسرائیلو ترمنځ د ۳۴ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې تر ۱۲۰۰ زیات کسان چې ډېری یې ولسي وګړي وو، ووژل شول؛ په دې جګړه کې ۱۶۰ اسرائیلیان چې ډېری یې پوځیان وو، هم ووژل شول.
اسرائیلو له ۲۰۰۷ کال راهیسې، کله چې د حماس ډله واک ته ورسېد، غزه تر سختې محاصرې لاندې نیولې ده. د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ مرګونې نښتې د تېر کال په لومړیو کې پیل شوې؛ په دې لړ کې دواړه لوري وخت ناوخت پر یو بل بریدونه کوي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP