ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 فاریاب کې بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان مړه شوي

8 Oct 2023 - 18:28
8 Oct 2023 - 18:28

میمنه (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): فاریاب کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په کوهستان، ګرزیوان او خانچهارباغ ولسوالیو کې څو پېښو کې پنځه کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مرستیال داملا محمد معاوض پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د کوهستان ولسوالۍ د نیریچ کلي اوسېدونکي ۲۷ کلن عبدالرازق د عبدالخالق په نوم یوه ۲۷ کلن سړی او خپله ۲۰ کلنه میره د هغې د پلار په کور کې د کلاشینکوف په ډزو وژلي دي.

هغه د یاد قتل لامل له عبدالخالق نومي کس سره د یادې ښځې نامشروع اړیکې بولي او زیاتوي چې تورن کس نیول شوی او تر څېړنو لاندی دی.

داملا محمد معاوض دغه راز وویل چې نن سهار د خانچهار باغ ولسوالۍ عربشاه کلي کې یوې ۱۸ کلنې ښخې ریحانې ځان زندی کړی او مړه شوې ده.

نوموړي دغه راز د ریحانې د ځان‌وژنې لامل کورنۍ ستونزې یادې کړې دي.

په ورته وخت کې، د فاریاب ځایي مسوولین وایي چې د یاد ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې یوه ۷۰ کلنه ښځه د اورلګېدنې او یوه ۸ کلنه نجلۍ د ترافیکي پېښې له امله مړې شوې دي.

د ګرزیوان ولسوال مولوي حمیدالله دانش پژواک ته وویل چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ په دره زنګ سیمه کې یوه کور کې د ګاز چاودنې له امله یوه ۷۰ کلنه ښځه مړه شوې ده.

د سیمې یوه قومي مشر شمس‌الهدا وویل چې په دې پېښه کې د یوې ښځې د مړه کېدو ترڅنګ د دې د کورنۍ دوه غړي هم سوي دي.

دغه راز، له جنایي جرمونو سره د مبارزې مرستیال وویل چې د ګرزیوان ولسوالۍ په تګابشان بازار کې د سړک جوړونې شرکت اړوند د یوه ګرېډر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله د سمیې په نوم یوه ۸ کلنه نجلۍ مړه شوې ده.

نوموړی وایي چې د ګرېډر چلوونکی د ننګرهار ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د سپین‌ږیرو په ضمانت خوشي شوی دی.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version