ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات زلزله‌ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره ګډ کمېسیون جوړ شو او سل میلیونه افغانۍ ور ولېږل شوې

د هرات زلزله‌ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره ګډ کمېسیون جوړ شو او سل میلیونه افغانۍ ور ولېږل شوې

author avatar
8 Oct 2023 - 17:52
د هرات زلزله‌ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره ګډ کمېسیون جوړ شو او سل میلیونه افغانۍ ور ولېږل شوې
author avatar
8 Oct 2023 - 17:52

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): د رییس‌الوزرا په مشرۍ بېړنۍ جوړه شوې غونډه کې، هرات زلزله‌ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره ګډ کمېسیون جوړ شو او سل میلیونه افغانۍ هم دغه ولایت ته لېږل شوې دي.

تېره ورځ غرمه مهال هرات او د هرات شاوخوا ولایتونه څو پرله‌پسې زلزلو ولړزول، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مخکې معلوماتو له مخې د هرات ولایت په زنده‌جان او غوریانو ولسوالیو کې ۱۲ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۲۰۵۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شوو ته د مرستو رسولو او تنظیمولو په موخه نن له غرمې مخکې په ارګ کې بېړنۍ غونډه ترسره شوه او ګډ کمېسیون وټاکل شو.

سرچینې لیکلي: «په یاده غونډه کې په هرات ولایت کې وروستیو زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو او تنظیمولو په موخه د کلیو بیارغونې وزارت د مرستیال مولوي شرف‌الدین مسلم په مشرۍ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، ملي دفاع ، کورنیو چارو اوعامې روغتیا وزارتونو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له استازو لکه (پیښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي عبدالرحمن، د هرات قول قوماندان مولوي مطیع، د هرات امنیه قوماندان حاجي محمدیاسر، د عامې روغتیا وزارت معین مولوي محمداسحاق، په هرات زون کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي یارمحمد او د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي احمدالله متقي) ګډ کمېسیون جوړ شو ورته دنده وسپارل شوه چې ژر تر ژره هرات ولایت ته سفر وکړي او له زیانمنو شوو هېوادوالو سره روغتیایي او اړینې مرستې وکړي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند سل میلیونه افغانۍ نغدي مرسته هم زلزله‌ځپلو ته ولېږله چې دغه پیسې به په مناسبو او د اړتیا وړ مواردو کې له زیانمنو شوو سره د مرستې په موخه د یاد کمیسیون له لوري مصرف شي.

په دې غونډه کې د رییس‌الوزرا له لوري ټولو مسوولینو او اړونده ادارو ته هدایت ورکړل شوی چې زلزله‌ځپلو ته د رسېدنې په موخه له یاد کمېسیون سره هر اړخیزه همکاري وکړي، زیانمنو او ټپیانو ته پراخه روغتیایي خدمات وړاندې کړي او د مرستندویه ادارو مرستې د یاد کمېسیون له لارې په ښه ډول تنظیم او زیانمنو ته ورسېږي.

Views: 207

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.