ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې زلزلې له ۱۸۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

هرات کې زلزلې له ۱۸۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

author avatar
8 Oct 2023 - 10:22
هرات کې زلزلې له ۱۸۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې
author avatar
8 Oct 2023 - 10:22

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): د هرات د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، په دغه ولایت کې د زلزلې له امله ۸۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر زرو ډېر ټپیان دي.

تېره ورځ غرمه مهال هرات او د هرات شاوخوا ولایتونه څو پرله‌پسې زلزلو ولړزول.

ملي راډيو ټلوېزیون په هرات کې طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست له قوله لیکلي چې په دغه ولایت کې د شوې زلزلې له امله ۸۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له زرو ډېر ټپیان دي.

سرچينې لیکلي چې په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او ښايي د قربانیانو شمېر له دې هم لوړ شي.

د راپورونو له مخې، یاده ډېره مرګ‌ژوبله د هرات په زنده‌جان او غوریان ولسوالیو کې اوښتې ده.

د هرات د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي موسی اشعري تېر ماښام پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د دغه ولایت په زنده‌جان او غوریان ولسوالیو کې د زلزلې له امله ۱۲ کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي او هلته ۶۰۰ کسان ټپیان دي.

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړو او اړوندو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کړې چې د پېښې ځای ته ژر ځانونه ورسوي، له ټولو شته امکاناتو کار واخلي، د زيانمنو شوو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او هر ډول لازمې مرستې ورسره وکړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان تېره ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي وو چې د هرات روغتونونو ته یې د زلزلې له امله د ټپي شوو کسانو د درمنلې لپاره درمل او طبي توکي استولي او د اړتیا پر مهال به په دې برخه کې نوره مرسته هم وکړي.

Views: 167

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.