[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): که څه هم له کابله هرات ته استول شوی کمېسیون او پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت د هرات زلزلې د مرګژوبلې شمېره کمه ښیي، خو د دغه ولایت ځایي مسوولین وایي چې زلزلې نږدې پنځو زرو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
پرون له غرمې مخکې هرات او شاوخوا ولایتونه څو پرلهپسې زلزلو ولړزول چې ډېر زیان یې د هرات په زندهجان او غوریان ولسوالیو کې اړولی دی.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت وايي، د زلزلې قوت د ریښتر په کچه ۶.۲ و او لس کیلومتر د ځمکې لاندې وه خو د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د زلزلې قوت د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې اعلان کړی دی.
د هرات د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ځایي خبریالانو په واټسپ ګروپ کې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو او مرګژوبلې په اړه معلومات شریک کړي دي.
د دغه ریاست مالي او اداري مسوول سلام بارکزي پژواک خبري اژانس ته دغه معلومات او شمېرې تایید کړې دي.
هغه وویل چې ۲۰ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۲۴۴۵ کسان مړه او ۲۴۴۰ نور ژوبل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په یادو سیمو کې نږدې دوه زره کورونه په بشړ ډول ویجاړ شوي دي.
خو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مرستیال شرافالدین مسلم چې له زلزلهځپلو سره د مرستو کمېسیون مشر هم دی، هرات ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې تر اوسه زر کسان مړه او تر دوه زره ډېر ټپیان شوي دي.
بلخوا پېښو ته د رسېدو وزارت وایي چې په هرات کې د زلزلې له امله د مرګژوبلې کره شمېره ۲۰۵۳ ده.
چارواکي وایي، دا شمېرې وروستۍ نه دي او په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي، ښایي نورې هم لوړې شي.
د رییسالوزرا په مشرۍ بېړنۍ جوړه شوې غونډه کې، د هرات زلزلهځپلو ته د مرستو رسولو لپاره ګډ کمېسیون جوړ شو او سل میلیونه افغانۍ هم دغه ولایت ته لېږل شوې دي.
خو ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي بیا له زلزلهځپلو سره د دوه سوه میلیون افغانیو مرستې اعلان کړی دی.
د یادونې ده، به دې وروستیو کې په هېواد کې زلزلې ډېرې شوې دي؛ تېر کال په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP