Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت رغنیزې پروژې بشپړې شوې

ترینکوټ (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د اروزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیونه ۸۰۰ زره افغانيو په لګښت د رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې.

د دغه ولایت د مسوولینو په وینا، په دغو پروژو کې د کلیوالي لارو هوارکارۍ، د ویالو پاکول، د استنادي دېوال او پلچکونو جوړول شامل دي چې د سنایي پرمختیایي (SDO) موسسې په تخنیکي همکارۍ بشپړې شوې دي.

د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو پروژو کارونه یوه میاشت مخکې پيل شوي و چې ۷۵۴ کسانو ته د کار زمینه په کې برابره شوې وه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دی وايي، د چنارتو ولسوالۍ اړوند په بېلابېلو سیمو کې پر ۱۶ کیلومتره سړک جغل اچول شوی، ۵۱ کیلومتره ویالې پاکې شوې، ۲۸۰ متره ګبين، ۶۰ متره استنادي دېوال او شپږ پلچکونه جوړ شوي دي.

د یاد ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک ته وویل، د رغونې دې چارو کې په ورځني توګه ۷۵۴ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

حبیبي زیاتوي، د دې پروژو ټول مالي لګښت ۱۳ میلیون ۸۲۶ زره افغانۍ شوی چې د نړۍوال بانګ له خوا ورکړل شوی دی.

د سیمې اوسېدونکي هم خوښ دي چې په سیمه کې یې یادې پروژې پلې شوې او ورته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د چنارتو ولسوالۍ د بازار سیمې اوسېدونکی محمدولي چې په دغو پروژو کې ورته د کار زمینه برابره شوې، وایي، دوی ته په ورځني توګه ۴۵۰ افغانۍ ورکول کېدې.

هغه له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د دوی په سیمه کې دا ډول نورې پروژې هم پلې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.