لښکرګاه (پژاک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۳۵۰ کسانو ترمنځ د سیرت النبي سیالۍ پيل شوې.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو مدیر مولوي اغا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغو سیالیو لپاره له تېرو درېیو اونیو راهیسې نوملیکنه پیل شوې وه او نن دغه سیالۍ د ۳۵۰ داوطلبانو ترمنځ پيل شوې.
نوموړي زیاته کړه، د دې سیالیو موخه دا ده چې خلک، په تېره بیا ځوانان د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) سپېڅلي سیرت په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن