ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې پیل شوې

د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې پیل شوې

author avatar
11 Oct 2023 - 17:47
د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې پیل شوې
author avatar
11 Oct 2023 - 17:47

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز له بشپړېدو وروسته د هغه د دویم فاز چارې په بلخ کې د اسلامي امارت د چارواکو په حضور کې پیل شوې.

چارواکي وايي، د دغه کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري چې د بلخ له کلدار ولسوالۍ پیل او تر دولت‌اباد پورې رسېږي.

د دوی په خبره، د دغه کانال دویم فاز ۱۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د دولت‌اباد له ولسوالۍ پیل او د فاریاب د اندخوی تر ولسوالۍ پورې رسېږي.

په همدې حال کې، مسوولینو د دغو دوو فازونو د بودجې په اړه معلومات ورنه کړل.

په یاده ناسته کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل چې اسلامي امارت د هېواد کرنې او اوبو مدیریت ته ژمن دی.

هغه وویل چې د دې پروژې په مالي برخه کې هیڅ یوه بهرني همکاري نه ده کړې او ټول لګښت یې له داخلي بودجې برابر شوی دی.

دی وایي، دغه کانال هيڅ یوه ګاونډي ته د زیان رسولو په خاطر نه دی جوړ شوی، د کانال جوړولو یوازېنۍ موخه د افغانانو پر ځان بسیاینه او د هېواد له طبیعي سرچینو استفاده ده.

د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز پرانیستلو او د هغه د دویم فاز د کار پیلېدو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم وویل: «نه باید د افغانستان ګاونډیان د دغه کانال په اړه اندېښنه ولري.»

نوموړي وویل چې اسلامي امارت په امو سیند کې د ګاونډیانو حقونو ته ژمن دی.

هغه له ګاوڼدیو هېوادونو هم غوښتنه وکړه څو د افغانستان مشروع حقونو ته احترام ولري.

په ورته وخت کې، د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد هم وایي، د هغو پروژو تطبیق چې د افغانستان د پرمختګ لامل کېږي، هیڅکله به د ګاونډیو هېوادونو پر زیان نه وي.

د هغه په خبره، افغانستان چې اوس کومه استفاده د امو له سینده کوي، ډېره کمه ده او اسلامي امارت هيڅکله په اموسیند کې د ګاونډيانو حق نه نقضوي او احترام ورته لري.

د هغه په خبره، اسلامي امارت نورې لویې پروژې هم تر لاس لاندې لري.

له بلې خوا، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني وویل: «که څه هم د اسلامي امارت اوسنۍ بودجه د داسې لویو پروژو د تطبیق اجازه نه ورکوي خو د اسلامي امارت د قوي ارادې په پایله کې داسې پروژې د تطبیق وړ دي.»

نوموړي وویل چې د اسلامي امارت لویې پروژې د هېواد یوه ځانګړي جهت ته نه محدودېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه کانال د امکان‌سنجۍ څېړنې په ۱۳۹۷ کال کې پیل او چارې به یې په درېیو فازونو کې بشپړې شي.

د چارواکو په خبره، د دې پروژې ټولې چارې د ۶۰ میلیارد افغانیو په لګښت د هېواد د ملي بودجې او د افغانستان د انکشافي شرکت له خوا عملي کېږي.

Views: 178

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.