کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۲): د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست ترمنځ د برېښنایي پېژندپاڼو او پاسپورټ سیسټمونو نښلولو په موخه هوکړه لاسلیک شوه.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړه د یادې ادارې سرپرست ډاکټر فقیرمحمد زیار او د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نورجلال جلال ترمنځ لاسلیک شوه.
سرچینې لیکلي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست وویل چې د دې هوکړې لاسلیک د برېښنایي حکومتولۍ پرمختګ برخه کې مهم ګام دی.
هغه ویلي، د دغه هوکړهلیک په لاسلیک سره به د پاسپورټ غوښتونکو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
د هغه په وینا، د احصایې او معلوماتو ملي اداره به د پاسپورټ اخیستونکو اړوند معلومات (نوم، تخلص، د زېږېدو ځای او تاریخ، جنسیت، شغل، د تذکرې ګڼه، لاسلیک او د غوښتونکي عکس) د وخت له ضیاع د مخنیوي په موخه د پاسپورټ عمومي ریاست ته په انلاین ډول په واک کې ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال وویل: «د خوښۍ ځای دی چې نن ورځ د الکترونیکي تذکرو معلوماتي سیسټم د پاسپورټ عمومي ریاست له سیسټم سره د نښلولو هوکړهلیک د جعل د مخنیوي، د هېوادوالو د هویت تثبیتولو د بهیر چټکتیا، معیاري کولو او د پاسپورټ په وېش کې له سرګردانۍ د مخنیوي په موخه لاسلیک کېږي.»
سرچینه زیاتوي، د دغه هوکړهلیک پر بنسټ د احصایې او معلوماتو ملي اداره مسوولیت لري چې د برېښنايي پېژندپاڼو معلوماتي سیسټم د پاسپورټ عمومي ریاست له معلوماتي سیسټم سره ونښلوي او د پاسپورټ د هغو غوښتونکو چې برېښنایي پېژندپاڼې ولري، د هویت اړوند معلومات د پاسپورټ عمومي ریاست په واک کې ورکړي.
سرچینې ويلي، د پاسپورټ عمومي ریاست هم مسوولیت لري چې د برېښنايي پېژندپاڼې معلوماتي سيسټم د وړاندې شوو معلوماتو پر اساس پاسپورټ صادر کړي او هغه غوښتونکي چې په شهرت کې یې بدلونونه ولیدل شي، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته راجع کړي او دغه راز په دې برخه کې د ځينو نورو هر اړخیزو همکاریو مسوولیت هم پر غاړه لري.
د سرچینې معلوماتو له مخې، دغه هوکړهلیک په برېښنایي ډول د خدمتونو وړاندې کولو، د هېوادوالو رضایت حاصلولو، د کړنو له تکرار او بروکراسۍ مخنیوي او هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه لاسلیک شوی دی.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن