غزنيښار (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۲): د غزني ولايت په مالستان ولسوالۍ د خلکو په شخصي لګښت یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مالستان ولسوالۍ یوه قومي مشر مرادعلي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ښوونځی په کمرک سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت جوړ شوی دی.
هغه وايي چې له دې مخکې زدهکوونکو په ازاده فضا او ځینو يې تر خیمو لاندې زدهکړې کولې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یاد ښوونځي پر ودانۍ اته میلیونه افغانۍ لګول شوې او په یوه وخت کې پنځه سوه زدهکوونکي په کې زدهکړې کولای شي.
په ورته وخت کې د غزني د پوهني ریاست د اطلاعاتو امر قاري صبغتالله احمدي پژواک ته وویل، د کمرک سیمې د خلکو دغه اقدام چې د ښوونځي لپاره يې ودانۍ جوړه کړې، د ستایلو دی.
هغه د نورو سیمو له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د کمرک سیمې د خلکو په څېر ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په یو شمېر نورو سيمو کې خلکو په خپل شخصي لګښت ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP