کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ مارموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو.
د یادولو ده، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تېر کال په افغانستان کې ریچارد بنیټ د یاد سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکلی و چې موخه یې په یاد هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت څېړنه او ارزونه ده.
بنیټ پر خپله اېکسپاڼه کې لیکلي: «زه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د ماموریت تمدیدو له امله د بشري حقونو شورا له څلورپنځوسمې ناستې مننه کوم، دا ویاړ دی چې یاد ماموریت کې خدمت وکړم او په خپلواک او بېطرفانه ډول به د راپور او بشري حقونو ظرفیت لوړولو او ملاتړ لپاره هڅه وکړم.»
نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د بشري حقونو د رییس په توګه او دغه راز نورو برخو کې هم کار کړی دی.
هغه له دې مخکې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ او ترویج لکه له ملکي کسانو، د ماشوم حقونو، د قانون حاکمیت او معلولینو حقونو د ملاتړ برخو کې کار کړی دی.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن