Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پلخمري په چاودنه کې ۲۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې 

پلخمري (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۲): د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلخمري  ښار  په یوه جامع جومات کې د چاودنې له امله اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دا چاودنه د تلې په ۲۱مه، له غرمې وروسته د پلخمري ښار د امام زمان په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره د تلې په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، یو ځانمرګي  بریدګر د پلخمري ښار سیلو لومړي سړک ته څېرمه د امام زمان  په نوم د اهل تشیع په جامع جومات کې پر لمونځ‌کوونکو چاودنه کړې چې له امله یې اووه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، امنیتي او کشفي ځواکونه سیمه ته رسېدلي تر اوسه ددې پېښې په تړاو څوک نیول شوي نه دي او نه هم  تر دې دمه کومې ډلې د یادې پېښې پړه پرغاړه اخیستې ده.

بلخوا  یوه عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، د پېښې له ځایه لسګونه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې د ډېرو روغتیایي حالت ښه نه و.

دغه راز، د اهل تشیع د یوه جامع جومات خطیب مهدیار وايي مرګ‌ژوبله ډېره ده، د کره شمېرو په ټولولو بوخت دي چې د حکومتي چارواکو په مشوره به یې سبا رسنیو سره شریکه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.