Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یو شمېر افغانانو کورونه نړول شوي

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۲): د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې د دغه ښار پرمختیا ادارې له خوا د یو شمېر افغانانو کورونه نړول شوي دي.

د ازادۍ راډیو د راپور له مخې، دا کورونه د ساینس او ټکنالوجۍ له ملي ودانۍ سره نږدې د اسلام‌اباد په مارګله ټاون کې وو.

د پلازمېنې پرمختیا ادارې (CDA) پرون په یوه بیان کې ویلي، هغه کورونه او د څارویو فارمونه یې نړولي چې په ناقانونه ډول افغانان په کې اوسېدل.

يوه پاکستاني چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښودو په شرط ويلي، د دغو عملياتو موخه افغانان نه بلکې د غصب شوو دولتي ځمکو خلاصول دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغانانو په ګډون ټولو بې‌اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر پایه له دغه هېواده د وتلو لپاره وخت ورکړی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.